انسټاګرام او فیس بوک د بلو ټیک لپاره میاشتنۍ فیس اخیستل رسماٌ پیل کړل
له ټویټر وروسته اوس انسټاګرام او فیسبوک هم د بلیو ټیک یا ویریفائ لپاره میاشتنی فیس اخیستل رسماٌ له امریکا څخه پیل کړل.
انسټاګرام او فیس بوک د بلو ټیک لپاره میاشتنۍ فیس اخیستل رسماٌ پیل کړل
له ټویټر وروسته اوس انسټاګرام او فیسبوک هم د بلیو ټیک یا ویریفائ لپاره میاشتنی فیس اخیستل رسماٌ له امریکا څخه پیل کړل.
د میټا کمپنۍ وایي، په امریکا متحده ایالاتونو کې هغه کارونکي چې د ویب له لارې د ویریفای لپاره له دوی سره هوکړه وکړي، د میاشتۍ به ۱۱.۹۹ ډالر فیس ترې واخیستل شي، خو که د مبایل ایپ سټوري له لارې له دوی سره هوکړه وکړي، نو د میاشتۍ په ترې ۱۴.۹۹ امریکایي ډالر فیس واخیستل شي.
د معلوماتو له مخې هغه کسان چې په ویب کې د ویریفای لپاره هوکړه وکړي، یواځې به یې فیس بوک بلیو ټیک مارک تر لاسه کړي، خو که د مبایل ایپ سټوري له لارې غوښتنه وکړي، نو انسټاګرام او فیس بوک دواړه به یې ویریفای شي.