Mar 28, 2024 11:23 Asia/Kabul
  • امریکا د ماشومانو د موبایل په استعمال بندیز ولګاوه او وجه یې څه ده؟

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د فلوریډا ایالت چارواکو له څوارلس کلونو څخه د کم ماشومانو لخوا د موبائیل ټیلي فون او د سوشل میډیا په استعمال بندیز لګولی دی.

د امریکا د فلوریډا ایالت ګورنر یا والي « ډي سانټس » د ماشومانو لخوا په موبائیل او سوشل میډیا باندې د بندیز د لګولو په هکله قانون لاسلیک کړی او دغه بندیز به   د راتلونکي میلادي کال  د جنورۍ د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه اجرا شي.

د دغه بندیز پراساس له څوارلس کلونو کم عمر لرونکو هلکانو ته به په سوشل میډیا اینټرنیټ پاڼو باندې د اکاونټونو د جوړولو اجازه ونه وي.

بلې خوا په سوشل میډیا باندې له څوارلس کلونو د کم عمر لرونکو ماشومانو اکاونټونه به ډیلیټ(Delete) کیږي.

د امریکا په فلوریډا ایالت کښې د ماشومانو لخوا په موبائیل ټیلي فون او سوشل میډیا باندې د بندیز وجه په ماشومانو کښې د ډيپریشن(Depression) یعني د ژور خپګان د ناروغۍ او د ځان د وژلو (Suicide)د موردونو زیاتیدل بلل شوي ده.

د سوشل میډیا شرکتونو د امریکا د فلوریډا ایالت د دغه اقدام پرضد محکمې یعني عدالت ته شکایت کړی دی.

 

ټیګونه