Mar 25, 2024 15:49 Asia/Kabul
  • د تنبلانو لپاره ښه خبر؛ د ورزش ګولۍ بازار ته راځي

څه به وشي چې د ورزش د تمرین ګټې ستاسو بدن ته د ګولۍ په شکل د ننه شي؟

نوې څیړنې ښیې چې ساینس پوهان د "تمرین ګولۍ" تولید ته یو ګام نږدې دي چې کولی شي په حجرو باندې د تمرین اغیزې نقل کړي.

د لایو ساینس د راپور له مخې، دا درمل به د هغو کسانو لپاره هم ګټور وي، چې ډیر بوخت دي او کافي تمرین نشي کولی، خو د هغه کسانو لپاره ډیر ګټور او ښه زیری دی، چې تمبلان دي.

زاړه یا ضعیف خلک چې کافي تمرین نه کوي ممکن یوه ورځ د دې درملو څخه ګټه پورته کړي.

د تمرین ګولۍ څه شی دي؟

سیاینس پوهان د یو ځانګړي مولکول په موندلو سره چې د تمرین پرمهال په بدن کې تولید کیږي، د  تمرین ګټو سره د درملو تولید ته نږدې شوي دي.

د دې درملو هدف د انسان په حجرو کې د سویچونو فعالول دي چې معمولا د تمرین په واسطه فعال کیږي.

دا محرک درمل د عضلاتو ډله ایز ساتلو او بیا رغولو کې مؤثره دي او د سلولي یا مایټو کونډریا فعالیت ته وده ورکوي.

د واشنګټن پوهنتون د طب پوهنځي کې د درملو کیمیا او انستیزیا د مرستیال پروفیسور بها ایلګندي په وینا، د تمرین دغه کلیدي درمل په لابراتوار کې ازمایل شوي او د حیواناتو په بدن کې فعال شوي هم دي.

د يادونې وړ ده، چې د دغه درملو د کشف پروګرام په لومړيو پړاوونو کې دى او تر اوسه نه دى بشپړ شوى.

الګاندي وايي: "که هر څه سم شي، موږ هیله لرو چې په راتلونکو څو کلونو کې په انسانانو هم ازموینه پیل کړو."

 

ټیګونه