Mar 26, 2024 15:49 Asia/Kabul
  • سورة البقره یو ترکي ځوان میلونر کړ!

په ترکیه کې د څوک غواړي چې میلیونر شي؟ پروګرام کې یو ځوان د سورة البقرې د ژورې پېژندګلوۍ له امله د ۵ میلیونه لیرې ګټوونکی شو.

دغه خپرونه چې د ATV لخوا خپریده، په کې د برک ګوکتاش په نوم ۱۹ کلن د ترکیې هېواد زده کړیال د پوښتنو په ځوابولو سره فاینل ته لاره ومونده او د وروستۍ پوښتنې په ځواب کولو سره یې پنځه میلیونه لیرې وګټلې.

څوک غواړي چې شي میلیونر؟ پروګرام کې یاده ځواب چې نوموړی یې د پنځه میلیون لیرو ګټوونکی کړ، څه وو؟

په سورة البقره کې خدای ج بني اسرائیلو ته د وریته شوي مړزانو خوراکو د نازولو په اړه مبارک ایتونه نازل کړي؛ ترڅو د مړزانو په غوښه خوړلو د بني اسرائیلو لوږه پای ته ورسوي.

خو هغه مهال بني اسرائیلو وویل: موږ د یو ډول خوراک خوړولو څخه ستړي یو او له حضرت موسی ع څخه یې غوښتنه کوله چې له خدای ج څخه وغواړي چې دوی ته نور ډول، ډول خوراکونو را ډالۍ کړي.

د خپرونې پوښتنه دا وه چې بني اسرائیلو کوم خوراکي شیان نه غوښتل چې د یادې غوښتنې پر مهال یې له حضرت موسی ع څخه کړې وه؟

الف: عدس

ب: پیاز

ج: نخود

د: اوږه

یاد هلک د خپرونې د دغه پوښتنې درسته برخه ج : نخود انتخاب کړل چې له همدې امله د جایزې ګټوونکی شو.

 

ټیګونه