په ترکیه کې پراخ اورلګېدنه
Aug 09, 2025 15:37 Asia/Kabul
پارس تودي - د ترکیه په شماللوېدیځ کې د پراخې اورلګېدنې له امله د اوسیدونکو تخلیه او د داردانل تنګي موقتي بندېدل او د کښتیو تګراتګ ودرول شو.
د پارس تودي د راپور له مخې، محلي سرچینو اعلان وکړ چې دا اورلګېدنه د چناققلعه ولایت په «ساریکایلی» کلیو کې له یوې مزرعې پیل شوه او د سختو بادونو له امله شاوخوا ځنګلونو ته خپره شوه.
د چناققلعه والي «عمر تورامان» اعلان وکړ چې اته الوتکې، څلور چورلکې او لسګونه د اور وژنې موټر او درانه تجهیزات د اور مړ کولو لپاره سیمې ته استول شوي دي.
د ترکیه دولتي ټلویزیون ټيآرټي هم راپور ورکړ چې د داردانل تنګي له دواړو خواوو تړل شوې ترڅو د اور وژنې هوایي عملیات پرته له خنډه ترسره شي.
ټیګونه