Mar 27, 2024 11:57 Asia/Kabul
  • په کوم عمر کښې واده کول ګټه لري؟

زمونږ خبریال راپور راکړی په اروپايي هیواد فرانسه کښې یوه (۱)سل کلن ښاریز« هارولډ» له شپږنوي کلنې ښځې سره د واده کولو فیصله کړي ده.

ویل کیږي چې د فرانسې یوه سل  کلن ښاریز هارولډ له یوې(۱) شپږنوي کلنې میرمنې سره مینه شوه او دغه سړي ښځې ته د خپلې مینې اظهار وکړ او میرمنې هم د هغه اظهار ته مثبت ځواب ورکړ او د واده فیصله یې وکړه.

د فرانسې دغه سړي او ښځې له تیرو دریو کلونو راهسې له یوبل سره اړیکې لرلې او اوس دوې  د واده کولو فیصله کړي ده.

ویل کیږي چې د فرانسې دغه میرمنې او سړي لومړۍ کتنه په پاریس کښې کړي وه او دواړو په جون میاشت کښې د واده پروګرام جوړ کړی و.

په پښتو کښې متل دی چې د شپیتو شي نو د ویشتو شي خو اوس خبره بل شان ده چې د شپیتو شي نو د فیصلو شي.

خبره دا ده چې زړه خوشحال او تاند وي دغه د انسان عمر کومه خاص اهمیت نلري بلکې دا د انسان زړه او بدن دې چې مهم رول لوبوي.

 

ټیګونه