بقائي: ایرانی خیام د نړۍ په کلتوري حافظه کې تلپاتې دی
پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایراني شاعر او حکیم خیام نیشاپوري د درنښت د ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې وویل چې د دې لوی ایراني فیلسوف، ریاضي پوه، ستورپوه او شاعر نوم نه یوازې د ایران د علم په تاریخ کې، بلکې د نړۍ په کلتوري حافظه کې هم تلپاتې دی.
په ایراني کال هینداره کې، د ۱۴۰۴ کال د غوی ۲۸ د ایراني شاعر او حکیم، خیام نیشاپوري د درنښت ورځ ټاکل شوې ده. د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د یکشنبې په شپه په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: نن د د حکیم عمر خیام د درنښت ورځ ده؛ یو لوی ایراني فیلسوف، ریاضي پوه، ستورپوه او شاعر چې نوم یې نه یوازې د ایران د علم په تاریخ کې، بلکې د نړۍ په کلتوري حافظه کې هم تل پاتې دی.
هغه زیاته کړه: "خیام یوازې یو پوه نه و؛ هغه یو داسی مفکر و چې د حقیقت اندیښنه یی درلوده . په یوه ګډوډ او لنډمهاله نړۍ کې، هغه د معنی په لټه کې تیزه کتنه او ژوره ژبه درلوده. "د هغه څلوریزې د وجود، مرګ، وخت او انسان په اړه د یو لوی روح د انعکاس شاهدي ده."