یا پوهیږئ چې یو تن ۱۰۵ ودونه کړي؟
https://parstoday.ir/ps/news/interesting_and_strange-i130954-یا_پوهیږئ_چې_یو_تن_۱۰۵_ودونه_کړي
د ګینس ورلډ ریکارډ د چارواکو په وینا د ګیوواني وګیلاټو (Giovanni Vigliotto)  په نوم یو امریکایي د ۱۹۴۹ او ۱۹۸۱ کالونو ترمنځ له طلاق پرته د ۱۰۵ میرمنو سره ودونه کړي وو چې دا چاره یې د ګینس نړیوال ریکارډ کې هم ثبت شوې.
(last modified 2023-04-10T05:15:02+00:00 )
Apr 10, 2023 09:41 Asia/Kabul
  • یا پوهیږئ چې یو تن ۱۰۵ ودونه کړي؟

د ګینس ورلډ ریکارډ د چارواکو په وینا د ګیوواني وګیلاټو (Giovanni Vigliotto)  په نوم یو امریکایي د ۱۹۴۹ او ۱۹۸۱ کالونو ترمنځ له طلاق پرته د ۱۰۵ میرمنو سره ودونه کړي وو چې دا چاره یې د ګینس نړیوال ریکارډ کې هم ثبت شوې.

یا پوهیږئ چې یو تن ۱۰۵ ودونه کړي؟

د ګینس ورلډ ریکارډ د چارواکو په وینا د ګیوواني وګیلاټو (Giovanni Vigliotto)  په نوم یو امریکایي د ۱۹۴۹ او ۱۹۸۱ کالونو ترمنځ له طلاق پرته د ۱۰۵ میرمنو سره ودونه کړي وو چې دا چاره یې د ګینس نړیوال ریکارډ کې هم ثبت شوې.

نوموړي د امریکا په ۲۷ ایالاتونو او ۱۴ بېلا بېلو هېوادونو کې ۱۰۵ میرمنو سره ودونه کړې وو، خو ټولې میرمنې په دې خبرې نه وې چې وګیلاټو بل واده هم لري.

را پورونه وایي، دې سړي اصلي نوم ګیوواني وګیلاټو نه وو، د هر واده سره به یې خپل نوم هم بدلوه او د وروستۍ میرمنې لخوا ور باندې ګیوواني وګیلاټو نوم اېښودل شوی وو، خو ویل کیږي کله به یې چې واده وکړ، د میرمنې شتمني او ګاڼه به یې اخیسته او په بازار کې به یې پلورله او بیا به یې د نوي میرمنې لټه پیل کړه.

د ګیوواني وګیلانو بدې ورځې هغه وخت پیل شوې چې د هغه پخوانۍ میرمنې شارون کلارک د هغه په اړه څېړنې پیل کړې او وپوهیده چې نوموړی زیات ودونه لري چې ۱۹۸۱ کال د ډسمبر په ۲۸مه نیټه ونیول شو.

د محکمې په جریان کې یاد کس اعتراف وکړ چې د هغه اصلي نوم نیکولای پیروکوف وو، خو د ودونو پر مهال یې ۵۰ جعلي نومونه کارولي او تر اوسه یې ۱۰۵ ودونه کړي دي.

د را پورونو له مخې محکمې نیکولای پیروکوف په ۳۴ کاله بند او ۳۳۶ زره ډالرو نغدي جریمه محکوم کړ، خو د اریزونا ایالات په زندان کې د اته کاله بند تیرولو وروسته په ۱۹۹۱ کال کې د ۶۱ کالونو په عمر د مغزي سکتې له امله مړ شو.