په ټویټر کې تر ټولو زیات تعقیبوونکي پيژنئ؟
Apr 13, 2023 15:34 Asia/Kabul
ټویټر ټولنیزه رسنۍ چې په نړۍ کې زیات شمېر کارونکي لري، دلته هغه کسان در پېژنو چې تر ټولو زیات تعقیبوونکي لري.
په ټویټر کې تر ټولو زیات تعقیبوونکي پيژنئ؟
- ايلون ماسک د ټویټر نوی مشر ۱۳۴٫۲ ميليونه تعقيبوونکي لري.
- د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما ۱۳۲٫۹ ميليونه تعقيبوونکي لري.
- کاناډايي ۲۹ کلن سندرغاړی جوسټن بيبر ۱۱۳٫۱ ميليون تعقيبوونکي لري.
- امریکایي ۳۸ کلنه سندرغاړې ګېټي پیري ۱۰۸٫۲ ميليونه تعقيبوونکي لري.
- د بار بادوس جزیرې سندرغاړې، اداکاره او سوداګره ۳۵ کنله ریحانه ۱۰۸٫۲ ميليونه تعقيبوونکي لري.
- د نړۍ مشهور او د پرتګال ملی فوټبالر کرېسټن رونالډو۱۰۸٫۲ ميليونه تعقيبوونکي لري.
- د امریکا مشهور سندرغاړې ۳۵ کلنه ټایلور سویفټ په ټويټر رسنۍ کې د ۹۲٫۵ ميليونه تعقيبوونکي لري.
- د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي په ټويټر رسنۍ کې ۸۷٫۷ ميليونه تعقيبوونکي لري.
- د امریکا پخوانی ولسمشر ۴۵ کلن ډونالډ ټرمپ په ټويټر رسنۍ کې ۸۷٫۲ ميليونه تعقيبوونکي لري.
- امریکایي سندرغاړې لډي ګګ په ټويټر رسنۍ کې ۸۴٫۶ ميليونه تعقيبوونکي لري.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان له لوري تر ټولو ډېر تعقيبوونکي راشد خان لري چې ۱٫۷ ميليونه دي.
ټیګونه