د نړۍ لومړۍ الوتک ډولې بحري کښتۍ
د نړۍ د لومړۍ الوتک ډولې بحري کښتۍ ازموینه بشپړه او په پام کې ده چې راتلوونکې کې رسما په فعالیت پیل وکړي.
دغه برېښنایي سمندري الوتک ډول کښتۍ د سویډن هېواد اړوند د Candela ټکنالوژۍ د ای بي کمپنۍ لخوا جوړه شوې ده.
د دغه بحري الوتک ډوله کښتۍ نوم Candela پي دولس اېښودل شوی چې ۱۲ متره لوړوالی لري او په یو وخت کې د دیرش مسافرو د لیږدولو ظرفیت لري.
دغه الوتک ډوله بحري کښتۍ په یو ساعت کې ۲۹ میله مزل وهي او د اوبو له سطحې څخه د هغې لاندې برخه پورته کولو سره د الوتنې لپاره هایدروفویل کاروي.
Hydrofoils د اوبو رګ کموي او دغه الوتک ډوله بحري کښتۍ بریالۍ کیږي چې د نورو بحري کښتیو په پرتله په لوړ سرعت سفر وکړي.
د شرکت په وینا، په دغه الوتک ډوله بحري کښتۍ کې دوه انجنونه کارول شوي چې د 252kW بیټرۍ هم په کې استعمال شوي دي.
دغه شرکت د دې الوتک ډوله بحري کښتۍبیه نه ده وړاندې کړې، خو ویلي یې دي، چې له ۲۰۲۴ کال څخه به د سویډن د دوو ښارونو تر منځ برېښنایي تګ راتګ د ۵۵ دقیقو پر ځای په ۲۵ دقیقو کې ترسره شي.