د عمرې ادا کولو لپاره مناسب وختونه اعلان شول
https://parstoday.ir/ps/news/interesting_and_strange-i142178-د_عمرې_ادا_کولو_لپاره_مناسب_وختونه_اعلان_شول
هر مسلمان غواړي چې عمره وکړي،  د حج فریضې مراسمو له ادا کولو وروسته د عمرې ادا کولو بهیر پیل کیږي او په همدې موخه مسلمانان سعودي عربستان ته ځي.
(last modified 2023-11-26T10:57:26+00:00 )
Nov 26, 2023 15:26 Asia/Kabul
  • د عمرې ادا کولو لپاره مناسب وختونه اعلان شول

هر مسلمان غواړي چې عمره وکړي،  د حج فریضې مراسمو له ادا کولو وروسته د عمرې ادا کولو بهیر پیل کیږي او په همدې موخه مسلمانان سعودي عربستان ته ځي.

خو د عمرې ادا کولو پر مهال اکثریت په بیت الله شریف او نورو ځایونو کې د ګڼې ګوڼې له امله فرصت نه تر لاسه کوي چې خلک حجراسود ښکل کړي او یا هم ورته ځآن نږدې کړي، نو د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر ستاسې لپاره داسې وختونه اعلان کړي چې له مخې کولای شئ، د عمرې ادا کولو پر مهال مو ټولې هیلې پوره شي.

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر وایي، په دې شپو ورځو کې په سعودي عربستان کې هوا ډیره خوندوره ده، د یکشنې، سې شنبې او چهارشنبې په شپو ورځو کې رش کم وي او د عمرې لپاره مناسبې ورځې دي.

هغه وویل چې د عمرې تر ټولو غوره وخت د سهار له ۷:۳۰ څخه تر ۱۰:۳۰ پورې او د شپې له ۱۱:۰۰ څخه تر ۲:۰۰ پورې دی.

ډاکټر توفیق الربیع وویل چې د عمرې هغه زائرین چې د رش څخه ډډه کوي کولی شي پدې وختونو کې د ارامه عمرې څخه خوند واخلي.