په یو واټساپ ایپ کې د دوو اکاونټونو جوړولو طریقه
https://parstoday.ir/ps/news/interesting_and_strange-i142406-په_یو_واټساپ_ایپ_کې_د_دوو_اکاونټونو_جوړولو_طریقه
د میټا کمپنۍ اړوند واټساپ روانه میاشت کې د یوه ټیلیفون په یو واټساپ ایپ کې د دوو اکاونټونو جوړولو فیچر معرفي کړ.
(last modified 2023-11-30T07:29:57+00:00 )
Nov 30, 2023 11:58 Asia/Kabul
  • په یو واټساپ ایپ کې د دوو اکاونټونو جوړولو طریقه

د میټا کمپنۍ اړوند واټساپ روانه میاشت کې د یوه ټیلیفون په یو واټساپ ایپ کې د دوو اکاونټونو جوړولو فیچر معرفي کړ.

اوس د نړۍ په ټولو سیمو کې د واټساپ کاروونکي کولای شي چې په یو واټساپ ایپ کې په جلا شمېرو دوه حسابونه یا اکاونټونه جوړ کړي.

دا چاره د هغه کسانو لپاره خورا مهمه ده چې په دفتر یا عامه ځایونو کې کار کوي، ترڅو شخصي واټساپ ترڅنګ د کار کولو واټساپ ولري.

په یو ایپ کې څنګه دوه واټساپ اکاونټونه یا حسابونه جوړ کړو؟

لومړی باید تاسې دوه جلا شمېرې ولری، ترڅو دوه اکاونټونه هم جوړ کړای شئ.

د جوړولو طریقه: د واټساپ Setting ته لاړ شئ،له هغې وروسته Account کلیک کړئ، وروسته په اکاونټ کې Add Account   کلیک کړئ،له هغې وروسته به Agree and Continue باندې کلیک وکړئ،له هغې وروسته به لومړي ځآی کې د خپل هېواد نوم سلیکټ کړئ او لاندې برخه کې به مو خپله دویمه شمېره ولیکئ، له دې وروسته به ستاسې شمېرې ته یو پيغام درشي، د هغه پیغام کوډ به په راتلوونکې برخه کې ولرئ او نور به د عادي واټساپ په توګه خپل دویم حساب پرانیزئ.

له دې وروسته تاسې په پروفایل کلیک وکړئ او د خپل لیکل شوي نوم خوا کې افشن در کول شوې، ترڅو له یو حساب څخه بل حساب ته په عادي ډول ولاړ شئ.