په واټساپ کې نوی نوښت
https://parstoday.ir/ps/news/interesting_and_strange-i142438-په_واټساپ_کې_نوی_نوښت
په واټساپ کې د خونديتوب او راز ساتنې په موخه چټ لپاره کوډ معرفي شو.
(last modified 2023-12-01T03:12:05+00:00 )
Dec 01, 2023 07:40 Asia/Kabul
  • په واټساپ کې نوی نوښت

په واټساپ کې د خونديتوب او راز ساتنې په موخه چټ لپاره کوډ معرفي شو.

د میټا کمپنۍ مشر مارک زوکربرګ تېره ورځ اعلان وکړ چې دغه فیچر رسما د ټولو کاروونکو لپاره د ګټې اخیستنې وړ دی.

د یادونې وړده چې دا فیچر څو اونۍ وړاندې واټساپ ایپ کې جوړ شوی، خو اوس کاروونکو ته په بشپړ ډول وړاندې شو.

د پټ کوډ په اساس به واټساپ کې چټ ته لاک ورکړل شي او هیڅوک به نشي کولای چې ستاسې پيغامونه وګوري.

دغه فیچر د روان کال په لومړیو کې معرفي شوی وو، خو هغه مهال د ټلیفون د انلاک سیستم له لارې لاک شوي چټ ته هم لاسرسی کېدو، خو اوس مهال دا برخه په بشپړ ډول خوندي شوې ده.

مارک زوکربرګ وویل چې کاروونکي به وکولی شي خپل لاک چیټ د ځانګړي پاسورډ سره خوندي کړي.

دا نوی خصوصیت به د کاروونکو محرمیت نور هم ښه کړي ځکه چې د دوی تړل شوي چیټونه به نه لیدل کیږي.

هغه زیاته کړه چې د کاروونکو لاک چیټ به یوازې هغه مهال څرګند شي، کله چې دوی پټ کوډ ورکړي.

د دغه فیچر له مخې د بند شوي چیټونو لیست به نه لیدل کیږي، نو حتی که بل څوک د کارونکي تلیفون کاروي، نو دا به د دوی لپاره حساس خبرې اترې ونه لیدل شي.