د چین په یوه هوټل کې د ګارسون حیرانوونکې دنده
https://parstoday.ir/ps/news/interesting_and_strange-i142614-د_چین_په_یوه_هوټل_کې_د_ګارسون_حیرانوونکې_دنده
په ټولنیزو رسنیو کې هغه ویډیو د ډیرو خلکو پاملرنه ځآنته را ړولې ده چې یوه ګارسون په کې د روبوټ په شکل حیرانوونکی حرکت کوي.
(last modified 2023-12-04T08:03:42+00:00 )
Dec 04, 2023 12:08 Asia/Kabul

په ټولنیزو رسنیو کې هغه ویډیو د ډیرو خلکو پاملرنه ځآنته را ړولې ده چې یوه ګارسون په کې د روبوټ په شکل حیرانوونکی حرکت کوي.

د چین هېواد چونګ کنګ سیمې په یوه رسټورانټ کې یوه ګارسون په بشپړ ډول ځان د روبوټ په شکل جوړ کړی او ټول حرکت د روبوټ په څېر ترسره کوي، له همدې امله د هغې ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو کې د زیاتو خلکو پاملرنه ځآنته را ړولې ده.

دغه روبوټ ډول ګارسون هوټل ته د داخلیدو پر مهال خلکو ته ښه راغلاست وایي، د خوړو امر ور څخه اخلي او د خوراک وروسته د هغوی میزونه پاکوي.

د دغه ګارسون څېره د انسان او حرکت یې په بشپړ ډول د روبوټ په څېر دي، له همدې امله هوټل ته تلوونکي کسان تر وروستي وخته پورې حیران وي چې دا انسان دی او که روبوټ؟

تاسې هم دغه ویډیو وګورئ او فکر وکړئ چې ایا دا انسان دی او که روبوټ؟