د نړۍ تر ټولو لوړ عمر لرونکې ۱۹۱ کلنه شمشتۍ
https://parstoday.ir/ps/news/interesting_and_strange-i142624-د_نړۍ_تر_ټولو_لوړ_عمر_لرونکې_۱۹۱_کلنه_شمشتۍ
زموږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا په سینټ هیلینا جزیرې کې د« جوناتهن» په نوم یو کیشپ یعنې شمشتی(Tortoise) شته چې عمر یې یوسل یو نوي(۱۹۱) کلونو ته رسېدلی دی.
(last modified 2023-12-04T09:49:53+00:00 )
Dec 04, 2023 13:36 Asia/Kabul
  • د نړۍ تر ټولو لوړ عمر لرونکې ۱۹۱ کلنه شمشتۍ

زموږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا په سینټ هیلینا جزیرې کې د« جوناتهن» په نوم یو کیشپ یعنې شمشتی(Tortoise) شته چې عمر یې یوسل یو نوي(۱۹۱) کلونو ته رسېدلی دی.

دغه شمشتی همدا اوس د ټولې نړۍ تر ټولو زیات عمر لرونکی کیشپ بلل کېږي.

د ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ پراساس د بریتانیا د دغه کیشپ دقیق عمر نه دی معلوم، خو کله چې هغه په اتلس سوه دوه اتیایم(۱۸۸۲) میلادي کال کې سینټ هیلینا ټاپو ته وروړل شوی وو، نو هغه وخت یې عمر کابو پنځوس کاله وو او اوس د دغه شمشتي عمر کابو یوسل نوي کاله دی او احتمال شته چې عمر یې له یوسل نوي کلونو څخه هم  زیات وي.

«جوناتهن» شمشتی له سیشلز نسل  سره اړه لري او هغه یو لوی شمشتی دی او سیشلز داسې نسل دی چې اوسط عمر یې کابو یوسل پنځوس کاله وي.

د ځناورو ډاکټر« جوهولنس« ګینز بک اف ورلډ ریکارډ ته وویل جوناتهن شمشتي خپل د لوږې د بوې حس له لاسه ورکړی او سترګې یې ړندې شوي، خو بیا هم سم دم دی.

هغه وویل: جوناتهن شمشتي ته د خوړو ورکولو لپاره یو شمېر کسان ټاکل شوي چې هغه ته مېوې او سبزیانې ورکوي.