د شمالي کوریا مشر وژړېد او د بچیانو د زیږولو غوښتنه یې وکړه
زموږ خبریال راپور راکړی د شمالي کوریا مشر« کیم جونګ ان» د خپل هېواد له خلکو څخه په غوښتنې او په ژړېدا سره د زیاتو بچیانو د زیږولو غوښتنه وکړه.
په پلازمینې پیانګ یانګ کې د شمالي کوریا د ښځو لپاره په یو لړ ترسره شویو مراسمو او دستورو کې د هېواد مشر «کیم جونګ ان» په شمالي کوریا کې د ماشومانو د زیږولو د شمېر د زیاتولو لپاره، چې اوس یې شمېر کم شوی دی له مېرمنو وغوښتل چې زیات بچیان دې وزیږوي.
د شمالي کوریا ولسمشر د هېواد له مېرمنو څخه د زیاتو بچیانو د زیږولو د غوښتنې په وخت کې یو څه جذباتي او احساساتي شو او په سترګو کې یې اوښکې هم راغلې.
هغه وویل کله چې ما ته د هېواد او د خپل ګوند د اداره کولو په وخت کې کوم مشکل راپېښېږي نو زه همیشه د هېواد د میندو په هکله سوچ او فکر کوم.
له مخکې څخه د شمالي کوریا چارواکو میندو او پلارونو ته سپارښتنه کړې وه چې دوې دې د خپلو نوزیږو ماشومانو نومونه بم (Bomb) ټوپک(Gun) او د سپوږمکۍ (Satellite) په شان نومونه کېږدوي.