دغه عجیبه کبان ولې خپل جنسیت بدلوي؟
https://parstoday.ir/ps/news/interesting_and_strange-i143066-دغه_عجیبه_کبان_ولې_خپل_جنسیت_بدلوي
زمونږ خبریال راپور راکړی کلاون فیش(clownfish) داسې کب دی چې د خپل نسل د زیاتولو لپاره د ضرورت په بڼه کښې خپل جنس بدلوي.
(last modified 2023-12-12T11:19:39+00:00 )
Dec 12, 2023 15:45 Asia/Kabul
  • دغه عجیبه کبان ولې خپل جنسیت بدلوي؟

زمونږ خبریال راپور راکړی کلاون فیش(clownfish) داسې کب دی چې د خپل نسل د زیاتولو لپاره د ضرورت په بڼه کښې خپل جنس بدلوي.

کلاون فیش د خپل جنس د بدلولو په هکله د عمر یا د جسامت له پلوه ازاد وي دغه سمندري مخلوق له انیمونز سره چې د ګلونو په شان ښکاري نږدې په ډله ئیز ډول وسیږي.

دغه کبان په سمندر کښې په ټولنیز ډول ډیر فعال وي او د دغه ډلې په کبانو کښې یو نر او بل ماده یعني ښځه وي او ډیرې کوچني کبان هم پکښې وي چې هغه بالغ نه وي.

خو کله چې د کلاون کبانو ډلې بالغه ماده یعني بالغه ښځه په طبیعي ډول یا د بل کوم مورد په وجه مړ کیږي نو بالغ نر خپل جنس بدلوي او هغه ماده یعني ښځه جوړیږي او په دغو کبانو کښې بل کوم کس د ځان په نر جوړولو سره د کبانو د ډلې مسوولیت پرغاړه اخلي.