په پوزه کې تر ټولو د ستر سوري ریکارډ
Dec 19, 2023 09:37 Asia/Kabul
د امریکا متحده ایالاتو د میشګان ایالت یوه اوسیدونکي کولټن پیفر په پوزه کې د تر ټولو ستر سوري کولو له امله ریکارډ جوړ کړ.
عموماً میرمنې پوزه د پيزوان او میخکي کېښودلو لپاره پوزې ډیرې کوچنۍ سوري کوي او د خپلې ښکلا د زیاتېدو په موخه یاده چاره ترسره کوي، خو امریکايي او اروپایي هېوادونو نارینه هم د ښځو په څېر غوږونه او پوزې سوري کوي.
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې؛ د امریکا د میشګان ایالت اوسیدونکي کولټن پیفر خپله پوزه ۲.۶سانتې متره سوری کړې دې او له همدې امله د ګینس په نړیوال ریکارډ کې یې نوم هم ثبت شو.
ټیګونه