Dec 21, 2023 15:30 Asia/Kabul
  • په مصرکې د ۲۸۰ کلن کوچني سایز قرآن مخکتنه وشوه

د مصر یوه اوسیدونکي د قرانکریم هغه ۲۸۰ کلنه نسخه مخکتنې ته وړاندې کړې چې سایز یې یوازې درې سانتي متره دی.

ایکنا نیوز د الوطن له قوله لیکلي: د مصر هېواد د اسیوط پوهنتون د جغرافیې استاد سید احمد قاسم دومره کوچني سایز لرونکي قرانکریم نسخه مخکتنې ته وړاندې کړه چې یواځې درې ساتني متره اوږدوالی لري.

هغه زیاته کړې چې دغه قرانکریم شاوخوا پنځوس کاله وړاندې ورته د نیا لخوا ورته هدیه شوې چې هغې ته هم دغه نسخه له نیکونو څخه په میراث کې پاتې شوې او شاوخوا ۲۸۰ کاله تاریخ لري.

د اسیوط پوهنتون دغه استاد ویلي، هیڅکله یې هم د دغه تاریخي نسخې د پلور فکر هم ندی کړی او پلان لري چې خپل یوه بچي ته یې هدیه کړي، ترڅو نورو نسلونو ته د رسیدو بهیر دوام ولري.

قاسم مخکې زیاتوي ،  ددغه قرآن مخینه  د هغه پر جلد د لیکنې په اساس څه د پاسه ۲۸۰ کلنه ده ، دغه وړوکی سایز قرآنکریم  په ترکیې کې د عثماني پړاؤ په وختونو کې چاپ شوی، په یوه واړه ډبي کې کیښودل شوی او د هغه د لوستلو لپاره باید له دوربین څخه استفاده وشي.

د اسیوط پوهنتون د جغرافیې څانګې دغه استاد  په وینا؛ هغه کله نا کله  د دغه تاریخي مصحف  ته په کتو سره تلاؤت کوي، څو ډاډمن شی چې  ورته کوم تاوان نه دی رسیدلی.

ځيني کسان هم  د دغه تاریخي او ارزښتمن قرآن د لیدو او کله نا کله یې د تلاؤت لپاره د هغه کور ته ورځي.

 

ټیګونه