Jun 25, 2024 12:57 Asia/Kabul
  • د غدیرِ خُم نېکمرغه اختر مو مبارک شه

نن (سه شنبه) د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ذي الحجې د میاشتې اتلسمه نېټه، چې د ۲۰۲۴ کال د جون له ۲۵ مې نېټې سره سمون لري، د مسلمانانو د ستر اختر په توګه د غدیرِ خُم د نېکمرغه اختر ورځ ده.

غدیرِ خُم د مکې او مدینې ترمنځ د هغې سیمې نوم دی چې د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) له حجةُ الوداع څخه د ستنېدو پر مهال، د نړۍ د اهل تشیع لومړی امام، حضرت امام علي (علیه السلام)  یې له خپل ځان وروسته، د مسلمانانو ولي اعلان کړ.

رسول ا... مبارک له خپل وروستي حج څخه د ستنېدو په وخت کې، هغه ټول مسلمانان چې حج ته تلي وو، په غدیر خُم نومې سیمې کې راټول کړل او هلته یې حضرت امام علي (علیه السلام) د خدای تعالی له خوا د خپل وصي، ورور او ځاې ناستي په توګه معرفي کړ.

حضرت محمد مصطفی(ص) د غدیر خُم په مهمه خطبه کې وفرمایل: د هر چا چې زه مولا یم، زما وروسته علي د هغه مولا دی.

د غدیر خُم نېکمرغه اختر چې په اسلامي روایتونو کې عیدُالاکبر یعنې ترټولو ستر اختر نومول شوی دی، د ټولو الهي دینونو ترټولو ستر اختر بللی شو، ځکه چې د خدای تعالی د ټولو رالیږل شویو پیغمبرانو زحمتونو، په دې ورځ نتیجه او میوه ورکړې ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت مومن ولس د غدیر د اختر په ورځ په مذهبي ځایونو کې پر راټولېدو او د مختلفو جشنونو پر ترسره کولو سربېره، د سیدانو ملاقات ته هم ځي.

د ایران د راډیو او ټلویزیون سازمان د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا د حضرت امام علي علیه السلام مینوالو او د نړۍ ټولو آزادي غواړو انسانانو ته د غدیر خُم د نېکمرغه اختر مبارکي وایي.

ټیګونه