Jun 28, 2024 12:31 Asia/Kabul
  • د پاکستان په پنځو ښارونو کې د ایران د ولسمشرۍ  د انتخاباتو راي اخستل کیږي

پاکستان په اسلام اباد،پيښور ، کویټه لاهور  او کراچۍ ښارونو کې د ایران په کونسلګریو کې دغه رای اخستنې پيل شوي دي او بې له ځنډه به تر مازدیګر شپږو بجو پورې دوام ولري.

ایرناخبری آژانس راپور  ورکړی، د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ  دانتخاباتو  څوارلسم پړآؤ  د رایو اخستنې  د پاکستان  داسلام اباد پشمول په پنځو ښارونو کې په دغه هیواد کې د دیره ایرانیانو په ولولناک او پرتمین شتون سره  نن سهار  اته بجې پیل شوي  اوتر لسو ساعتونو پورې به دوام ولري.

په راپور کې وئيل شوي دي ،د پاکستان په اسلام اباد،پيښور ، کویټه لاهور  او کراچۍ ښارونو کې د ایران په کونسلګریو کې دغه رای اخستنې پيل شوي دي او بې له ځنډه به تر مازدیګر شپږو بجو پورې دوام ولري.

په پاکستان کې دیره ایرانیان د ایران  له نورو میلیونونو  راي ورکونکو سره یو ځای  د خپلې  خوښې   ولسمشر ټاکي  او په دې کار ویاړي.

په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر رضاامیر مقدم  نن سهار وختي  په لومړنیو شیبو کې په اسلام اباد کې د ایران په سفارت کې  خپله رایه صندوق ته واچوله ،او په پاکستان کې دیره پر درستو ایرانیانو ئې غږ  وکړ چې  له خپل اساسی حقه دې استفاده وکړي او  د خپلې  خوښې  ولسمشر ټاکلو لپاره دې  رایه واچوي.

 

ټیګونه