Jul 01, 2024 12:43 Asia/Kabul
  • د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

چارواکي وایي، د افغانستان بانک د افغانیو د ارزښت ساتلو په موخه سبا سې شنبه پنځلس میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

دغه بانک څخه په خپره شوې اعلامیه کې له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه شوې چې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د افغانیو ارزښت ساتنې او ثبات لپاره میلیونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي دي.

 

ټیګونه