Jul 01, 2024 12:03 Asia/Kabul
  • د حزب الله د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ۱۸ صهونیسټي ځواکونه ټپیان شوي

د لبنان د حزب الله ډلې له لورې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې اتلس صهیونیسټي پوځیان ټپيان شوي دي.

د عربي رسنیو د معلوماتو له مخې؛ د لبنان په سرحدي سیمو کې د اسرائیلي ځواکونو او حزب الله ډلې ترمنځ نښتې زیاتې شوي چې د حزب الله د تیرې ورځې د بې پیلوټه الوتکې د هوایي برید په پایله کې اتلس صهیونیسټي پوځیان ټپيان شوي چې د یو تن حالات نازک ښودل شوی دی.

د معلوماتو له مخې؛ په وروستیو کې د لبنان په سرحدي سیمو کې د حزب الله او صهیونیسټي ځواکونو ترمنځ نښتو کې د ۱۵ پوځیانو په ګډون ۲۵ اسرائیلیان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د صهیونیسټ رژیم له لورې په غزه د تازه جنایتونو په پایله کې ۳ فلسطیني وګړي شهیدان شوي دي.

د یادونې وړده چې د تیر کال د اکتوبر له اومې نیټې څخه د صهیونیسټ رژیم په بریدونو کې نږدې ۳۸ زره فلسطیني وګړي شهیدان او څه باندې ۸۶ زره ټپيان شوي دي.

 

 

ټیګونه