یوازې وسیدل د انسان لپاره ډیر تاوانونه لري
زمونږ خبریال راپور راکړی یوازې وسیدل او له خلکو سره اړیکې نه ساتل انسان ته کوم ډول تاوانونه رسولای شي ؟په یوه طبي تحقیق کښې یوه حیرانونکي نتیجه لاس ته راغلي ده.
محققان وايي چې انسان باید ځان له تنهایۍ یعني یوازې کیدا بچ کړي او له خلکو سره راشه درشه زیاته کړي ځکه له خلکو سره راشه درنشه د نه کولو په وجه مونږ بل چا ته نه بلکې خپل ځان ته تاوان رسوو.
په طبي مجلې «بي ایم سي میډیسین» کښې په یوه تحقیقاتي راپور کښې ویل شوي دي چې له خلکو سره راشه درشه نلرل او یوازې وسیدل مرګ ته د ژر د بلنې په معنا ده.
دغه تحقیق وايي چې انسان باید په میاشت کښې لږ تر لږه یو ځل له دوستانو او خپلو خپلوانو سره د ملاویدا او کتنې کوشش وکړي چې هغه خپل ځان تنها احساس نکړي او که چیرې کوم انسان له نورو خلکو سره د کتنې او د ملاویدا کوشش ونکړي نو له وخت څخه مخکې د دغه کس د مړ کیدا امکان شته.
په بریتانیا کښې درې اتیا لکه خلک یوازې ژوند کوي او داسې کسان چې له نورو کسانو سره وسیږي خو له راشه درشه څخه ډډه کوي دوې هم ژر د مړکیدا له خطر سره مخامخ کیږي.
د دغه طبي تحقیق نتیجې د ګلاسګو پوهنتون کارپيژاندو د یوکی بایو بانک(uk bio bank) څه د پینځو لکو کسانو د صحت او د جینټیکس په هکله د ډیټا له ترلاسه کولو وروسته لاس ته راوړي دي چې پکښې د اوه پنځوس کلونو تقریبا د پینځو کلونو کسانو تر دولسو کلونو پورې د ټولنیزو اړیکو په هکله له پینځو بیلابیلو رودو څخه څیړه وشوه.
د دغه تحقیق تر ختمیدا پورې درې دیرش زره یوسل پینځه دیرش کسان مړه شول چې پینځه زره او یوسل دولس کسان د زړه د ناروغۍ له کبله مړه شول.
داسې کسان چې له خپلو دوستانو یا خپلوانو سره هیڅ کتنه او ملاویدل نه کوي د هغو کسانو په پرتله چې له خپلوانو او دوستانو سره ملاویږي د زر مړکیدا خطر نهه دیرش فیصده زیات وي.
او هغه کسان چې هره اونۍ د ډلو په بڼه په فعالیتونو کښې برخه اخلي لکه د سندرو په محفل کښې یا عبادت ځای ته تلل یا نورو ځایونو ته نو په دغو کسانو کښې د مړینې امکان کمیږي.