د ښځو اوښکې د سړیو په غصې څه اغیزونه کوي؟
https://parstoday.ir/ps/news/interesting_and_strange-i143670-د_ښځو_اوښکې_د_سړیو_په_غصې_څه_اغیزونه_کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ښځو اوښکې د سړیو په غصې باندې څخه اغیزونه لري او اوس یوه حیرانونکي خبره ایشوا شوي ده.
(last modified 2023-12-24T05:11:11+00:00 )
Dec 24, 2023 09:32 Asia/Kabul
  • د ښځو اوښکې د سړیو په غصې څه اغیزونه کوي؟

زمونږ خبریال راپور راکړی د ښځو اوښکې د سړیو په غصې باندې څخه اغیزونه لري او اوس یوه حیرانونکي خبره ایشوا شوي ده.

څه موده مخکې په یوه نوي خپاره شوي تحقیق کښې ویل شوي دي چې د انسان په اوښکو کښې یو داسی شی شته چې اعصابو او دماغو ته کیمیاوي سیګنل او اشاره ورکوي چې له کبله یې په غصې او جارحیت کښې کمی راځي.

محققانو ویلي دي چې د میرمنو اوښکې د سړیو په غصې یا جارحیت کښې څلویښت فیصده کموالی راولي خو کوچني ماشومان بیا د خپلې غصې په وسیله د خپلو میندو او پلارانو غصه کموي ځکه چې کوچني ماشومان خبرې نشي کولای او ناتوانه وي.

د انګلستان ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کښې ویلي دي د« ویزمین انسټي ټیوټ اف ساینس» لخوا ترسره شوی تحقیق د امریکا په سائینسي مجلې« پي ایل او ایس بایلوجي» کښې خپور شوی دی.

د دغه تحقیق د سائینس پوهانو خیال دا دی چې د ټولو انسانو اوښکې یوشان اغیز کولای شي.

د ویزمین انسټي ټیوټ اف سائینس د نیورو بایلوجي پروفیسر « نوم سوئیل» وویل په غصې یا جارحیت کښې کموالی زمونږ لپاره حیرانونکي چاره ده او په اوښکو کښې چې هر څه دي هغه په اصل کښې غصه راکموي.»

د پي ایچ ډي یعني د دکترا یوه محصیل « شاني ایګرون» تر مشرۍ لاندې یوې ډلې محققانو لومړۍ پینځویشتو سړیو ته د اوښکو یعني د سالین د مسکچر د بویولو سپارښتنه وکړه او دغو  سړیو ته هیڅ پته نه وه چې دغه سالین(Saline) څه شی دی.

دغه اوښکې د شپږو میرمنو وې چې ورته له غم څخه ډک فیلمونه ښودل شوي وو او د فیلم د لیدو په وخت چې کله ښځې وژړیدې نو د دوې اوښکې یوځاې کړې شوې.

شاني ایګرون وویل کله چې مونږ داسې کسان ولټول چې مونږ ته خپلې اوښکې ډالۍ کړي نو اکثره پکښې ښځې وي چې مونږ ته یې اوښکې راکړې ځکه چې د ښځو لپاره اسان کار دی چې وژړي.

هغه وویل له دغه تحقیق څخه معلومیږي چې اوښکې په نرانو او سړیو کښې د سړیو د غصې او جارحیت د زیاتولو هارمونونه «ټیسټوسیټرون» سویه کموي خو په دې وخت کښې دا خبره معلومه نشوه چې اوښکې د انسان په روې باندې تر کومه حده اغیز شیندي.

په دغه تحقیق کښې محققانو سړیو ته د اوښکو یعني د سالین د مکسچر د بویولو سپارښتنه  وکړه او بیا یې سړیو ته د یوې داسې کامپیوټرې لوبې کولو حکم ورکړ چې له کبله یې غصه یا جارحیت زیاتیږي د بیلګې په توګه د بدل د اخیستلو ، د پیسو د جمع کولو وغیره وغیره  او کامپیوټري لوبې له کولو وروسته د سړیو په جارحانه رویې کښې درې څلویښت اعشاریه اوه فیصده کمولی راغی .

په دې سربیره محققانو ته دغه خبره معلومه شوه چې د غصې یا د جارحیت د زیاتولو په پریفرنتل کورټیکس او دانټیرئیر انسول هارمونونو کښې له معمول څخه زیاته اضافه رانغله.