د نړۍ لومړی پاسپورټ او ویزه چا صادره کړه ؟
https://parstoday.ir/ps/news/interesting_and_strange-i143780-د_نړۍ_لومړی_پاسپورټ_او_ویزه_چا_صادره_کړه
د ویزې کلیمه په حقیقت کې لاتیني کلیمه ده او د چارټا ویزا څخه اخیستل شوې ده چې معنی یې د هغه کاغذ ده چې لیدل شوي وي. د نړۍ لومړی عصري پاسپورټ په ۱۹۱۴م کال کې صادر شو او په اوسنۍ بڼه یې ویزه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته نافذه شوه، خو دا یو حقیقت دی چې په لرغوني تاریخ کې هم د ویزې یادونه شوې ده.
(last modified 2023-12-26T05:57:11+00:00 )
Dec 26, 2023 10:22 Asia/Kabul
  • د نړۍ لومړی پاسپورټ او ویزه چا صادره کړه ؟

د ویزې کلیمه په حقیقت کې لاتیني کلیمه ده او د چارټا ویزا څخه اخیستل شوې ده چې معنی یې د هغه کاغذ ده چې لیدل شوي وي. د نړۍ لومړی عصري پاسپورټ په ۱۹۱۴م کال کې صادر شو او په اوسنۍ بڼه یې ویزه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته نافذه شوه، خو دا یو حقیقت دی چې په لرغوني تاریخ کې هم د ویزې یادونه شوې ده.

د نړۍ لومړۍ ویزه چا صادره کړه او له ویزې پرته ژوند څه ډول و؟

عطاءالله خوږیاڼی

د ویزې کلیمه په حقیقت کې لاتیني کلیمه ده او د چارټا ویزا څخه اخیستل شوې ده چې معنی یې د هغه کاغذ ده چې لیدل شوي وي.

د نړۍ لومړی عصري پاسپورټ په ۱۹۱۴م کال کې صادر شو او په اوسنۍ بڼه یې ویزه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته نافذه شوه، خو دا یو حقیقت دی چې په لرغوني تاریخ کې هم د ویزې یادونه شوې ده.

سل کاله وړاندې ملي دولتونه ډېر کم وو، د مثال په توګه، د منځني ختیځ ډیری برخه د یوې واحدې عثماني امپراتورۍ لاندې وې، له همدې امله خلک په اسانۍ له یو ځای څخه بل ځای ته تللی شول، خو دا لازمې وه چې د هماغه پاچا یا امپراتورۍ د اصولو لاندې ژوند وکړې.

په دې موخه چې سیاسي او مهم شخصیتونه له یو هېواد څخه بل هېواد ته د تګ اجازه ولري، ورته یو اجازه لیک جوړیده چې همدا د ویزې لومړۍ بڼه وه.

په بایبل کې د پارس د پاچا اردشیروال ذکر شوی دی چې  شاوخوا ۴۵۰ ق م کې یې واکمني کوله، د هغه د سلطنت څخه د تېریدو په موخه به مهم سیاسي شخصیتونو اجازه تر لاسه کوله.

د تېرې پېړۍ په لومړیو کې پاسپورت او ویزه دوه جلا سندونه نه وو، بلکې یوازې د پاچا لخوا صادر شوی کاغذ کافي ګڼل کیده.

د برتانیې په تاریخ کې د دې ډول سند لومړۍ یادونه د پاچا هینري د واکمنۍ پرمهال په 1414 پورې اړه لري.

د نړۍ لومړی پاسپورټ کله او چا صادر کړ؟

په شپاړسمه پېړۍ کې په برتانیا کې د سفر کولو اسنادو صادرولو چاره د پاچا شخصي شورا ته وسپارل شوه.

په دې موده کې د پاسپورټ کلمه کارول پیل شول.

پاس د تیریدو په معنا دی، دغه راز په انګلیسي کې پورټ د بندر معنا ورکوي، خو په فرانسوي کې د ښار دیوالونه د پورټ په معنا بلل کیږي، نو احتمال دا دی چې پورټ له یادو دواړو کلیمو څخه اخیستل شوی وي.

یو پاسپورټ چې د برتانیا پاچا چارلس لخوا د ۱۶۴‍۱ کال د جون په اتلسمه صادر شوی وو، اوس هم موجود دی.

Image Caption

 

عصري پاسپورټ په 1914 کې هغه وخت رامینځته شو کله چې انګلستان د نوي قانون له مخې د پاسپورټونو صادرول پیل کړل.

دا پاسپورټ یوه پاڼه وه چې اته ځله پوښل شوې وه، کاغذ د کارت بورډ سره تړل شوی وو چې د ماتېدو احتمال یې هم نه وو.

د برتانیا د سفر سند چې په 19 پیړۍ کې خپور شوی، دا د اوسني شکل څخه د مخه پاسپورت و.

دا پاسپورټ د دوو کلونو لپاره د اعتبار وړ و، په دې کې نه یوازې د یاد شوي کس عکس، بلکې د هغه د جامو کوډ هم شامل وو.

پاسپورت د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې د هرچا لپاره اجباري شو، د دې اصلي لامل د ملګرو ملتونو د لیګ په نوم سازمان و، چې د ملګرو ملتونو پیشنهاد بلل کیږي.

د ملګرو ملتونو د لیګ لاندې هیوادونو د یو بل پاسپورټونه په رسمیت وپیژندل او شرط یې ورکړ چې هیڅوک نشي کولی پرته له پاسپورت څخه تیر شي.

یوازې د میړه په پاسپورټونو کې د میرمنو یادونه

د اتلانتیک په بل اړخ کې، د پاسپورت په څیر اجازه لیکونه حتی په متحده ایالاتو کې د خپلواکۍ له اعلان څخه مخکې کارول کیده، مګر معیاري پاسپورټونه د 19 پیړۍ په وروستیو کې صادریدل پیل شول.

هغه مهال په امریکا کې نا واده ښځو ته خپل پاسپورټونه ورکول کېدل، خو واده شویو ښځو ته جلا پاسپورټونه، نه ورکول کېدل، د میړه په پاسپورټ کې به یې یواځې لیکل کېدل چې فلانی او د هغه میرمن، یعنې د میرمنې نوم یې هم نه لیکل کېدو.

د یادو پاسپورټونو او ویزو له پیلیدو وروسته دغه برخه ورځ تر بلې سختیږي او ان ګاونډي هېوادونه هم یو بل ته د خپلو ملي منافو د ساتنې په موخه له ویزې پرته اجازه نه ورکوي.