استعمال شوي تورې چاې مه غورځوئ ځکه چې ګټې لري
https://parstoday.ir/ps/news/interesting_and_strange-i143854-استعمال_شوي_تورې_چاې_مه_غورځوئ_ځکه_چې_ګټې_لري
زمونږ خبریال راپور راکړی استعمال شوي چاې کومې ګټې لري.
(last modified 2023-12-27T07:19:29+00:00 )
Dec 27, 2023 11:43 Asia/Kabul
  • استعمال شوي تورې چاې مه غورځوئ ځکه چې ګټې لري

زمونږ خبریال راپور راکړی استعمال شوي چاې کومې ګټې لري.

استعمال شوي تورې چارې داسې تر ټولو ښې ګټې لري چې د تاسو ژوند به اسانه کړي.

استعمال شوي تورې چارې ټول خلک په ښځلې کښې اچوي خو اوس یوې میرمنې د استعمال شویو تورو چایو داسې تر ټولو ښه مصرفول ښودلي دي چې خلک به اوس له هغه خبریدا سره استعمال شوي تورې چاې په ګند او ښځله کښې ونه غورځوي بلکې هغه به وساتي.

د «لنزې» په نوم یوې میرمنې په خپل اینسټاګرام سایټ کښې ویلي دي چې استعمال شوي تورې چاې د لوخو د پړکولو او چمکولو لپاره تر ټولو ښه روده ده.

هغې وویل داسې لوخي چې د ډوډیو د پخولو په وجه زیات خراب شوي وي او په هیڅ طریقه نه سپینیږي نو په دغو لوخو کښې ګرمې اوبه واچوئ او بیا پکښې استعمال شوي تورې  چاې واچوئ او پینځلس دقیقې یې همداسې پریږدئ.

له پینځلسو دقیقو وروسته چې کله تاسو له لوخو څخه ګرمې اوبه لیرې کړئ نو نیم لوخی به له مخکې څخه سپین شوی وي او پاتی لوخی به په لږ شان موښلو سره سپین شي.