د X پر وړاندې ‌BlueSky په نوم اپلیکشن پرمختګ
https://parstoday.ir/ps/news/interesting_and_strange-i143864-د_x_پر_وړاندې_bluesky_په_نوم_اپلیکشن_پرمختګ
له ټویټر یا اوسني ایکس سره د سیالۍ په لړ کې له Threads وروسته BlueSky  په نوم نوي اپلیکېشن په فعالیت پیل کړی او دا مهال په بې سارې پرمختګ سره مخکې روان دی.
(last modified 2023-12-27T09:23:33+00:00 )
Dec 27, 2023 13:20 Asia/Kabul
  • د X پر وړاندې ‌BlueSky په نوم اپلیکشن پرمختګ

له ټویټر یا اوسني ایکس سره د سیالۍ په لړ کې له Threads وروسته BlueSky  په نوم نوي اپلیکېشن په فعالیت پیل کړی او دا مهال په بې سارې پرمختګ سره مخکې روان دی.

د ټویټر شریک بنسټ ایښودونکی جیک ډورسي نوې ټولنیز میډیا پلیټ فارم بلیو اسکای په بشپړ  ډول اوس د X سره ټکر کولو لپاره چمتو کړې.

اوس د دې پلیټ فارم پوسټونو لیدو لپاره د حساب جوړولو یا ننوتلو ته اړتیا نشته، بلکې هرڅوک کولی شي د نیلي آسمان ایپ یا ویب نسخه کې د خلکو پوسټونه وګوري.

د بلیو سکای اجرایوي رییس جې ګرابر څو ورځې دمخه د بلاګ پوسټ کې اعلان وکړ.

جیک ډوسي په تیرو وختونو کې ویلي و چې هغه د ټویټر په سوداګریز کولو پښیمانه دی او د فرصت په صورت کې به د خلاصې سرچینې پروژې کار کولو ته ترجیح ورکړي.

هغه د 2022 په اګست کې په یوه ټویټ کې وویل ، "زما ترټولو لوی افسوس دا دی چې ټویټر یو شرکت شو."