د سل میلیارده ډالرو مالکه د نړۍ لومړۍ میرمن
https://parstoday.ir/ps/news/interesting_and_strange-i143986-د_سل_میلیارده_ډالرو_مالکه_د_نړۍ_لومړۍ_میرمن
په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د ۱۰۰ میلیارد ډالرو څخه د زیاتې شتمنۍ خاونده شوه.
(last modified 2023-12-30T07:57:08+00:00 )
Dec 30, 2023 12:25 Asia/Kabul
  • د سل میلیارده ډالرو مالکه د نړۍ لومړۍ میرمن

په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د ۱۰۰ میلیارد ډالرو څخه د زیاتې شتمنۍ خاونده شوه.

د بلومبرګ د راپور له مخې، د فرانسې د فرانکوئس بیټن کورټ میئرس  شتمنۍ له ۱۰۰ میلیاردو ډالرو څخه زیاته شوې او له همدې امله هغه لومړنۍ میرمن ده چې د یادې کچې شتمنۍ خاونده ده.

فرانکوئس بیټن کورټ چې په نړۍ کې د یو خورا مشهور میک اپ برانډ شرکت مالکه ده، د نړۍ په کچه دولسم نمبره شتمن ده، خو تازه یې شتمني له سل میلیارده ډالرو څخه زیاته شوې او د شتمنو میرمنو په لیست کې لومړۍ مقام خپل کړ.

د هغه د شرکت ونډو ارزښت د 2023 په جریان کې 35٪ سلنه ډیریدلو څخه معلومیږي چې د کوویډ - 19 وبا وروسته یو خل بیا خلکو په آرایشي محصولاتو د پیسو مصرف پیل کړی.

دغه اویا کلنه فرانکوئس بیټن کورټ د مور او پلار څخه یواځینی اولاد دی چې د لورال ګروپ په نوم شرکت یې هم د پلار له لورې تاسیس شوی وو، چې په ۲۰۱۷م کال کې د مور له مړینې وروسته هغې د شرکت ۳۳ سلنه ونډه او نوره شتمني هم تر لاسه کړه.

اوس هغه د نړۍ د سترو کاسمیټیک شرکت مرستیاله ده.

د سوداګرۍ سربیره ، فرانکواس بیټن کورټ مایرز هم له لیکلو خوند اخلي او په بیلابیلو موضوعاتو یې ډیری کتابونه لیکلي دي.

هغې په 1984 کې واده کړی او دوه زامن لري.