له انساني فضلې څخه د الوتکې سونګ جوړیږي
فضله په کیمیايي عمل سره د خاورو په تیلو بدلیږي
په دې خبرې یقین نه شي کیدې خو دا اوس یو حقیقت دی. د هوايي چلن یو شرکت یوازې له انساني فضلې څخه د الوتکو لپاره یو ډول سونګ چمتو کړي دي.
د ګلوسټر شائر د یوې لیبارټرۍ کیمسټان انساني فضله(ډکې متیازې) د خاورو په تیلو بدلوي.

د فائر فلائی ګرین فیولز اجرايي رییس جیمز بائګیټ ویلي دي چې مونږ په رښتیا د یو داسې ارزان فیډ سټاک په لټه کښې وو چې ډیر زیات هم وي او انساني فضله په پریمانه توګه موجوده ده.

د الوتنې د نړیوال ریګولیټر له خوا په شوي ټسټ کښې ثابته شوې ده چې دغه تیل تقریباً د معیاري فوسیل جیټ سونګو په شان دی.
د Firefly ټیم د کرینفیلډ پوهنتون سره کار وکړ ترڅو د سونګ کاربن اخراج ارزونه وکړي. دوی دې پایلې ته ورسیدل چې د Firefly معیاري سونګ د جیټ تیلو په پرتله 90٪ ټیټ کاربن فوټپرنټ لري.
جیمز های ګیټ له تیرو 20 کلونو راهیسې په ګلوسټرشایر کې داسې سونګ جوړوي چې په کښې د کاربن اخراج لږ وي.. دوی وايي چې سونګ په کیمیاوي ډول د فوسیل سونګ موادو څخه جوړ شوي کیروسین ته ورته دی ، خو دا فوسیل کاربن نه دي، بلکې له فوسیل څخه پاک سونګ دي.
هغه ویلي دي چې دا نوي سونګ ډیر په زړه پورې دي.