پرلپسې د ۱۲۶ ساعتونو سندرو ویلو نړیوال ریکارډ
https://parstoday.ir/ps/news/interesting_and_strange-i144208-پرلپسې_د_۱۲۶_ساعتونو_سندرو_ویلو_نړیوال_ریکارډ
په ګهانا Ghanna هېواد کې د افیوا اسینتیوا په نوم یوې میرمنې په پرلپسې ډول ۱۲۶ ساعته او دوه پنځوس دقیقو سندرو ویلو سره نړیوال ریکارډ جوړ او نوم یې د ګینیز ورلډ په ریکارډ کې ثبت شو.
(last modified 2024-01-03T11:05:37+00:00 )
Jan 03, 2024 15:05 Asia/Kabul
  • پرلپسې د ۱۲۶ ساعتونو سندرو ویلو نړیوال ریکارډ

په ګهانا Ghanna هېواد کې د افیوا اسینتیوا په نوم یوې میرمنې په پرلپسې ډول ۱۲۶ ساعته او دوه پنځوس دقیقو سندرو ویلو سره نړیوال ریکارډ جوړ او نوم یې د ګینیز ورلډ په ریکارډ کې ثبت شو.

میرمن ایفوا اسینتیوا ته له کریسمیس یوه ورځ وروسته د ۱۲۵ سندرو فهرست ورکړل شو چې هغه دغه ټولې سندرې په پنځه ورځو کې په پرلپسې ډول وویلې.

د ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ د کتاب  د قوانینو پراساس ایفوا ایسنتیوا ته هر یو ساعت وروسته پینځه دقیقې او له هرو څلورو ساعتونو وروسته د شلو دقیقو پورې د دمه کولو اجازه وه.

دغه راز د سندرې د ویلو یا د دوو سندرو د ویلو په وخت هغې یوازې تر نیمې دقیقې پورې دمه کولای شوه.

تر دې وړاندې په پرلپسې د زیاتو سندرو ریکارډ د هندي سنیل واګهماري سره وو.

هغه په ۲۰۱۲م کال کې په پرلپسې ډول ۱۰۵ ساعتونه سندرې ویلې وې چې د یادې میرمنې لخوا یې اوس ریکارډ مات شو.

دغه میرمنې د خپل کوشش ثبوت ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ ته ورکړی دی چې له تائید وروسته به اداره  د ریکارډ اعلان وکړي.