امریکا کښې سپي څلور زره ډالر وخوړل
https://parstoday.ir/ps/news/interesting_and_strange-i144444-امریکا_کښې_سپي_څلور_زره_ډالر_وخوړل
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا په پنسلوانیه ایالت کښې په «پټسبرګ» ښار کښې یوه سپي د کور د مالکې څلور زره(۴۰۰۰) نغد ډالر وخوړل.
(last modified 2024-01-08T10:08:06+00:00 )
Jan 08, 2024 14:31 Asia/Kabul
  • امریکا کښې سپي څلور زره ډالر وخوړل

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا په پنسلوانیه ایالت کښې په «پټسبرګ» ښار کښې یوه سپي د کور د مالکې څلور زره(۴۰۰۰) نغد ډالر وخوړل.

د امریکا یوې میرمنې « کلیټن» وویل ما له بانک څخه څلور زره ډالر وویستل او کور ته مو راوړل او دغه نغد ډالر مو په پخلنځي کښې په میز کیښودل او څو دقیقې وروسته چې زه پخلنځي ته ورغلم نو ومو لیدل چې زما سپي چې« سیسل» نومیږي هغه ټول ډالر خوړلي او ځینې یې څیري کړي وو.

د امریکا دغه میرمنې وویل دا یو غیر طبیعي کار و چې زما سپي سیسل کړی و او سپي په میز باندې د کیښودل شوي ډوډۍ پرځاې هلته کیښودل شوي نغد ډالر وخوړل او سپي څه ډالره وخوړل او نور یې څیري کړل او هغه ضایع شول.

دغه میرمنې وویل چې سپي د دغو نغدو ډالرو له خوړلو څو ساعته وروسته اولټۍ وکړې او خوړل شوي نغد ډالر یې بهر ګوزار کړل او ځینې یې په ډکو میتازو کښې خارج شول.