سعودي عربستان بهرنیو اتباعو ته پنځه ګټګوریو کې اقامې ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/interesting_and_strange-i144610-سعودي_عربستان_بهرنیو_اتباعو_ته_پنځه_ګټګوریو_کې_اقامې_ورکوي
د سعودي عربستان د ځآنګړو اقامو ورکولو مشر ډاکټر ماجد بن عبدالله القصابي ویلي، چې بهرنیو اتباعو ته د دغه هېواد اقامې په پنځه ګټګورۍ کې ورکول کیږي.
(last modified 2024-01-11T08:11:26+00:00 )
Jan 11, 2024 12:37 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان بهرنیو اتباعو ته پنځه ګټګوریو کې اقامې ورکوي

د سعودي عربستان د ځآنګړو اقامو ورکولو مشر ډاکټر ماجد بن عبدالله القصابي ویلي، چې بهرنیو اتباعو ته د دغه هېواد اقامې په پنځه ګټګورۍ کې ورکول کیږي.

عربي رسنۍ وایي، د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان پلان لري چې سعودي عربستان ته د نړیوالو پام را وګرځوي او په همدې لړ کې بهرنیو اتباعو ته د اقامې ورکولو پنځه ګټګورۍ اعلان کړي دي.

په دغه ګټګورۍ کې لومړۍ هغه ځآنګړو کسانو ته اقامې ورکول کیږي چې د سعودي عربستان په روغتیا، علمي، څېړنو او نورو معتبرو برخو کې کار او یا هم زده کړې ترسره کړي.

د دنیا نیوز د خبر له مخې؛ سعودي عربستان په دویمه کټګورۍ کې هغه کسانو ته اقامې ورکوي چې په کلتوري، لوبو او نورو برخو کې استثنایي وړتیا لري.

دریمه کټګورۍ اقامې پانګوالو، څلورمه ګټګورۍ سوداګرو او پنځمه کټګورۍ اقامې بیا د غیرې منقوله جاید ملکیت لرونکو ته ورکول کیږي.

د را پور له مخې؛ د ځانګړې اقامت لرونکي خلک به په سعودي عربستان کې د ژوند کولو او کار کولو سربیره نورې ډیرې اسانتیاوې هم ترلاسه کړي.