د سیلانیانو لپاره محفوظ هیوادونه کوم دي؟
زمونږ خبریال راپور راکړی د سیلانیانو لپاره د نړۍ تر ټولو خوندي او محفوظ هیواد کوم دی.
کاناډا د سیلانیانو لپاره د دنیا د ترټولو خوندي او د محفوظ هیواد نوم ګټلی دی.
د ټریول انشورنس کمپنۍ «برکشر هیتهاوی ټرویل پروټیکشن»لخوا په روان میلادي کال کښې د سیلانیانو لپاره د ترټولو خوندي او محفوظ هیواد فهرست خپور کړی شوی دی.
په دغه فهرست کښې کاناډا په لومړي لمبر ، سویزرلینډ په دوهم لمبر او ناروې په دریم لمبر کښې شامل دي.
په دغه فهرست کښې ایرلینډ په څلورم ، هالینډ په پینځم ، بریتانیا په شپږم ، پرتګال په اوم، ډانمارک په اتم ، ایسلینډ هیواد په نهم ، اسټرالیا په لسم ، نیوزي لینډ په یولسم ، جاپان په دولسم ، فرانس په دیارلسم ، اسپانیا په څوارلسم او برازیل په پینځلسم لمبر کښې د سیلانیانو لپاره تر ټولو محفوظ هیوادونه بلل شوي دي.