یو مسافر د الوتکې پیلوټ په څپېړه ولې ووهه؟
https://parstoday.ir/ps/news/interesting_and_strange-i144800-یو_مسافر_د_الوتکې_پیلوټ_په_څپېړه_ولې_ووهه
په هندوستان کې د الوتکې یو مسافر هغه مهال پیلوټ په څپېړه ووهه، چې د پیلوټ له لورې ورته د سفر د ځنډ اعلان وشو.
(last modified 2024-01-15T09:47:04+00:00 )
Jan 15, 2024 14:08 Asia/Kabul

په هندوستان کې د الوتکې یو مسافر هغه مهال پیلوټ په څپېړه ووهه، چې د پیلوټ له لورې ورته د سفر د ځنډ اعلان وشو.

د رسنیو د را پورونو له مخې؛ دغه الوتکه له ډیلي څخه ګوا ته الوتنه کوله، خو د خرابې هوا له امله یې پرواز له ټاکلې وخت څخه ځنډیدلی وو.

په ویډیو کې لیدل کیږي چې یو مسافر په غوسه د هغه پیلوټ خوا ته منډه کوي چې د سفر د ځنډیدو اعلان یې وکړ او هغه یې په کلکې څپېړې ووهه.

دغه مسافر ساحل کاتاریا نومیږي چې امنیتي ځواکونو ته سپارل شوی دی.

د الوتکې پیلوټ د ډهلي پولیسو ته د مسافر له امله شکایت کړی چې پر اساس یې قضیه کې ثبت شوې او نور تحقیقات روان دي.