هغه بټرۍ چې له چارج پرته پنځوس کاله دوام کوي
https://parstoday.ir/ps/news/interesting_and_strange-i144804-هغه_بټرۍ_چې_له_چارج_پرته_پنځوس_کاله_دوام_کوي
د چین هېواد په بیجینګ کې یوه داسې بیټرۍ نندارې ته وړاندې شوه چې د جوړونکو په وینا یې له چارج پرته پنځوس کاله دوام کوي.
(last modified 2024-01-15T11:03:22+00:00 )
Jan 15, 2024 15:31 Asia/Kabul
  • هغه بټرۍ چې له چارج پرته پنځوس کاله دوام کوي

د چین هېواد په بیجینګ کې یوه داسې بیټرۍ نندارې ته وړاندې شوه چې د جوړونکو په وینا یې له چارج پرته پنځوس کاله دوام کوي.

چینایي شرکت Betavolt  بیټاولټ ادعا کړې چې د نړۍ لومړۍ هغه بیټرۍ یې جوړه کړې چې پنځوس کاله له چارج پرته دوام کوي او دغه بیترۍ یې د نندارې لپاره وړاندې کړه.

بهرنۍ خبري اژانس وايي، دغه بیټرۍ به په راتلونکي کې د سوداګریزو وسایلو لکه تلیفونونو او ډرونونو لپاره په پراخه کچه تولید شي.

شرکت ادعا کوي چې بیټرۍ کولی شي له منفي 60 درجې سانتي ګراد څخه تر 120 درجې سانتي ګراد پورې کار وکړي پداسې حال کې چې اټومي بیټرۍ په بشپړ ډول خوندي ده.

د جیونیوز به خپور شوي خبر کې ندي ویل شوي چې دغه بیترۍ به کله بازار ته وړاندې کیږي.