پاکستان کښې یوې ښځې څلور ماشومانې وزیږولې
Jan 17, 2024 08:49 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کښې په یوه روغتون کښې دیرش کلنې میرمنې څلور بچیانې زیږولي دي.
د لاهور د جنرل روغتون چارواکو وویل د دغه میرمنې په څلورو ماشومانو کښې درې ماشومانې کاملا صحت مندې دي خو د یوې ماشومې وزن کم دی.
د دغه ماشومې د کمزورتیا په وجه هغه تر څارنې لاندې ده.
د دوو ماشومانو وزن دوه اعشاریه دوه کلوګرامه ، د درېمې ماشومې وزن دوه کلوګرامه او د څلورمې ماشومې وزن یو اعشاریه څلور کلوګرامه دی.
ټیګونه