ایا پوهیږئ چې پتنګان ولې د رڼا ګیر چاپیره تاویږي؟
https://parstoday.ir/ps/news/interesting_and_strange-i145850-ایا_پوهیږئ_چې_پتنګان_ولې_د_رڼا_ګیر_چاپیره_تاویږي
ویل کیږي چې پتنګان له شمعې څخه ځان قربانوي، خو حقیقت بل څه دی، دوی ځان نه قربانوي، بلکې دوی د یوه تکلیف له امله د رڼا ګیرچاپیره تاویدو ته دوام ورکوي.
(last modified 2024-02-06T09:48:35+00:00 )
Feb 06, 2024 13:13 Asia/Kabul
  • ایا پوهیږئ چې پتنګان ولې د رڼا ګیر چاپیره تاویږي؟

ویل کیږي چې پتنګان له شمعې څخه ځان قربانوي، خو حقیقت بل څه دی، دوی ځان نه قربانوي، بلکې دوی د یوه تکلیف له امله د رڼا ګیرچاپیره تاویدو ته دوام ورکوي.

د بریتانیا د پلازمینې لندن د امپرییل پوهنځي ساینس پوهانو په نوي تحقیق کې د لیوانیانو په څېر د رڼا ګیر چاپیره د پتنګانو د ګرځیدو  لامل روښانه کړ.

د بریتانیا د لندن د امپرییل کالج ساینس پوهانو د دغه پوښتنې د ځواب د پیدا کولو لپاره د «کیمرې ټیکنالوژۍ او د ټریکینګ سافټ ویرز» په وسیله یو تحقیق ترسره کړی چې نتیجې یې په «جرنل نیچر کمیونیکشنیز» مجلې  کې خپرې شوي دي.

د بریتانیا محققانو د دغه تحقیق لپاره څلور سوه اوه اویا(۴۷۰) ډول ډول پتنګان او چینجي مصنوعي رڼا ته نږدې راوستل چې د دوی خویونه او فعالیت وویني.

دغو ساینس پوهانو دغه خبره معلومه کړه کله چې چینجي مصنوعي رڼا ته نږدې کیږي نو هغو په یوه وژونکي او مرګوني جال کې ښکیلیږي یعني تر مرګ پورې د رڼا ګیرچاپیر ګرځي راګرځي یا له کوم شي ټکر خوري خو څو ځله هوا دغه پتنګان او چینجي له خپلې لارې لیرې کوي ځکه چې تیزه رڼا د دوی د بره او د لاندې تلو حس ګډوډوي.

 

ساینس پوهانو په دغه تحقیق کښ ویلي دي چې چینجي او پتنګان د خپل د الوت اړخ او لور دغه حقیقت ته په پام کولو سره کچ کوي چې اسمان له ځمکې څخه زیات رڼا دی نو کله چې پتنګانو ته کومه رڼا معلومه شي نو پتنګان او نور  چینجي د خپل لور او  اړخ د سم ساتلو لپاره د رڼا ګیرچاپیر تاویږي او انسانان چې کله دغه پتنګان ویني نو دوې داسې فکر کوي چې پتنګان د رڼا عاشقان دي خو خبره داسې نه ده.

په دغه وخت کې نور سیګنلونه لکه «کشش ثقل» چې کله دغو پتنګانو ته متضاد او ګډوډ پیغامونه ورکوي نو د پتنګانو ذهنونه کنفیوز او ګډوډ کیږي چې له کبله یې پتنګان له شیانو سره ټکر خوري یا په ځمکه باندې غورځیږي یعني دغه مصنوعي رڼا د اسمان په لور د پتنګانو د لور او  د موقعیت د ساتلو صلاحیت اغیزمن کوي.