Mar 07, 2024 16:22 Asia/Kabul

په مصر هېواد کې د خوږ غر لرونکی یو مشهور قاري او  شیخ محمد نصر الطاروطي په یاد هېواد کې شپږ میاشتې زنداني شو.

ایکنانیوز  د المصری الیوم له قوله لیکلي: د مصر د قرآن کریم د حافظانو او قاریانو  ټولنې وروسته له هغې د شیخ محمد نصر الطاروطي د شپږ میاشتې بندې کېدو پرېکړه وکړه، کله چې هغه د تلاوت پر مهال نادوده حرکتونه ترسره کړل.

 د  شیخ محمد صالح حشاد په مشرۍ په مصر کې د قرآن کریم د حافظانواوقاریانو ټولنې ټينګار کړی دی چې په تول توان سره  به له هغو خلاف ورزیو سره  مقابله وکړي چې د قرآن کریم په صحیح تلاؤت کې ترسره کیږي.

د  قرآن کریم د شوری سورې دځينو آیتونو د تلاؤت په وخت د شیخ  محمد نصر الطاروطي  نادودو حرکتونو د انځورونو خپریدا په ځان پسې ،د مصرپه ټولنیزو  چینلونو کې هم پراخې نیوکې را پورته کړې وې.

https://iqna.ir/fa/news/4203955

 

ټیګونه