Mar 24, 2024 11:56 Asia/Kabul
  • د بریتانیا د الوتکې پایلوټ بربنډ عکسونه لیدل

زمونږ خبریال راپور راکړی د انګلستان په بریټیش ایرویز(British Air Ways) هوايي شرکت په الوتکه کښې یوه مسافر د الوتکې پایلوټ د بربنډو عکسونو د لیدو په وخت ګیر کړ.

دغه پیښه د بریتانیا له پلازمینې لندن څخه د چین پلازمینې شانګهايي ته په تلونکي الوتکه کښې رامینځته شوي وه.

په الوتکه کښې یوه سپور مسافر پینځه دیرش کلن ډیویډ جونز له خپلې میرمنې سره له لندن څخه  د چین شانګهايي ته روان و چې پایلوټ یې په خپل ايي پیډ(I pad) ټیبلیټ کښې د بربنډو عکسونو د لیدو په وخت ګیر کړ.

ډیویډ جونز وویل په دغه وخت کښې الوتکه د پایلوټ مرستیال کنټرول کوله او دغه پایلوټ د کاک پټ د دمه کولو په حال کښې و او هغه د مسافرانو په لومړي صف کښې په یوې څوکۍ ناست و او  بربنډ عکسونه یې کتل.

د انګلستان ښاریز ډیویډ جونز وویل زه په الوتکه کښې تشناب ته روان وم  چې د الوتکې پایلوټ مې ولید چې بربنډ عکسونه ګوري.

هغه وویل مونږ چین ته په رسیدا سره د بریټیش ایرویز د هوايي شرکت چارواکو ته دغه خبره اعلان کړه او د الوتکې شرکت هم له مونږ څخه بخښنه وغوښتله.

د بریټیش ایرویز شرکت چارواکو مونږ ته وویل چې د دغه پیښې په هکله تحقیقات کوي او د پایلوټ پرضد به مناسب اقدام وکړي.

په الوتکه کښې د سفر په وخت چې کاملا له خطر څخه ډک دی خلک او په تیره بیا مسلمانان دعا کوي چې روغ رمټ خپل مقصد ته ورسیږي خو دا  اروپايي خلک بیا داسې غیر اخلاقي او غیر انساني کارونه ترسره کوي  چې ټول انسانیت شرموي.

 

ټیګونه