علي ربيعي:
د برجام پوره اجرا يوازينے معيار دے
د ايران د اسلامي جمهوريت د حکومت وياند تاکيد وکړ يوازينے معيار نه يو ټکے کم او نه يو ټکے زيات د برجام ايټمي موافقې پوره اجرا ده.
علي ربيعي نن په دې اړه چې د ويانا د خبرو اترو په بنياد به بنديزونه ختم يا د زوړند په حال کښې شي وويل: د ايران هيله دا ده چې بنديزونه په هم هغه شکل سره ختم شي چې د برجام ايټمي موافقې په متن او د ملګرو ملتو د امنيت د شورا په پرېکړليک کښې ذکر شوي دي.
ربيعي زياته کړه، د بنديزونو په اړه يو لړ مهم اختلافات هوار شوي دي او ټول لوري يې په باره کښې توافق لري.
د برجام د ګډ کمېشن غونډه د آسټريا په پائتخت ويانا کښې دوام لري.
د ايران اسلامي جمهوريت تاکيد کړے دے چې هغه وخت به خپلو برجامي ژمنو ته ګرځي چې امریکه د ايران په خلاف ټول بنديزونه په عمل کښې ختم کړي او بنديزونو د دغه ختمېدو د ايران لخوا راستي آزمائنه اوشي.