آیت الله مکارم شیرازي د افغانستاني زده کونکو وژله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100228-آیت_الله_مکارم_شیرازي_د_افغانستاني_زده_کونکو_وژله_وغندله
د ایران د قم په سپيڅلي ښار کښې د تقلید یو مرجع د افغانستاني زده کونکو وژله په کلکه غندلې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 12, 2021 11:20 Asia/Kabul
  • آیت الله مکارم شیرازي د افغانستاني زده کونکو وژله وغندله

د ایران د قم په سپيڅلي ښار کښې د تقلید یو مرجع د افغانستاني زده کونکو وژله په کلکه غندلې ده.

د ایران د قم په سپيڅلي ښار کښې د تقلید یو مرجع د افغانستاني زده کونکو وژله په کلکه غندلې ده.

آیت ا... ناصر مکارم شیرازي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره کابل کښې د ښوونځي مخې ته په ترهګرو چاودنو کښې د زده کونکو ماشومانو ډله ایزه وژله په کلکه وغندله.

هغه د افغانستان له واکوالانو او ملي او مذهبي چارواکو او هم داشان له نړیوالو اسلامي ټولنو وغوښتل چې د دې پيښې له عاملانو سره سخت چلند وشي چې د مسلمانانو په لیکو کښې د اختلاف اچولو او د اسلام د رحماني څیرې د خرابولو لپاره یې دغه جنایت ترسره کړی دی.

هم داشان د نظام د مصلحت پيژاندې ټولنې مشر آیت الله صادق آملي لاریجاني هم د تسلیت په یو پيغام کښې د کابل غمجنونکې او خواشینونکې پیښه او په کښې د ډیرو مسلمانو زده کونکو او محصلینو شهادت وغنده.