آیت الله مکارم شیرازي د افغانستاني زده کونکو وژله وغندله
د ایران د قم په سپيڅلي ښار کښې د تقلید یو مرجع د افغانستاني زده کونکو وژله په کلکه غندلې ده.
د ایران د قم په سپيڅلي ښار کښې د تقلید یو مرجع د افغانستاني زده کونکو وژله په کلکه غندلې ده.
آیت ا... ناصر مکارم شیرازي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره کابل کښې د ښوونځي مخې ته په ترهګرو چاودنو کښې د زده کونکو ماشومانو ډله ایزه وژله په کلکه وغندله.
هغه د افغانستان له واکوالانو او ملي او مذهبي چارواکو او هم داشان له نړیوالو اسلامي ټولنو وغوښتل چې د دې پيښې له عاملانو سره سخت چلند وشي چې د مسلمانانو په لیکو کښې د اختلاف اچولو او د اسلام د رحماني څیرې د خرابولو لپاره یې دغه جنایت ترسره کړی دی.
هم داشان د نظام د مصلحت پيژاندې ټولنې مشر آیت الله صادق آملي لاریجاني هم د تسلیت په یو پيغام کښې د کابل غمجنونکې او خواشینونکې پیښه او په کښې د ډیرو مسلمانو زده کونکو او محصلینو شهادت وغنده.