ایران په افغانستان کښې په میلیارډونو ډالره پانګونه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100310-ایران_په_افغانستان_کښې_په_میلیارډونو_ډالره_پانګونه_کوي
مهر خبري اژانس راپور ورکړی د افغانستان په چارو کښې د ایران د لارو او د ښارونو د جوړونې د وزیر سلاکار سید حسین میر شفیع په افغانستان کښې د ایران د پینځه اعشاریه درې میلیارډه ډالره د پانګونې لپاره د لومړیو موافقو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2021 10:04 Asia/Kabul
  • ایران په افغانستان کښې په میلیارډونو ډالره پانګونه کوي

مهر خبري اژانس راپور ورکړی د افغانستان په چارو کښې د ایران د لارو او د ښارونو د جوړونې د وزیر سلاکار سید حسین میر شفیع په افغانستان کښې د ایران د پینځه اعشاریه درې میلیارډه ډالره د پانګونې لپاره د لومړیو موافقو خبر ورکړ .

هغه د فني او د انجنیري خدماتو د صادرولو او په افغانستان کښې د ټرانسپورټ د بیخ بنایي پروژو د اجرا په زمینه کښې  د پینځه اعشاریه درې میلیارډه ډالره پانګونې لپاره د ایران او د افغانستان د دواړو هیوادونو د خبرواترو د ترسره کولو خبر ورکړ .

د افغانستان په چارو کښې د ایران د لارو او د ښارونو د جوړولو د وزیر سلاکار سید حسین میر شفیع وویل حاضردمه غږملتیاوې ترسره شوي دي چې ایران د افغانستان د ټرانسپورټ په بیخ بنايي او ابادونې د  پروژو  او د فني او د خدماتو د صادرولو په زمینه کښې پینځه اعشاریه درې میلیارډه ډالره پانګونه وکړي .

هغه د کورونو د جوړولو د کار پراخول  ، د هرات او د مزارشریف د اورګاډي د لارې بشپړول او د افغانستان د لارو د ټرانسپورټ پراخول په افغانستان کښې د ایران د پانګونې تر ټولو مهم موردونه وبلل او ویې ویل هیله من یم د ناامنیو په کمیدا او له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو په وتلو سره د دواړو هیوادونو د اړیکو او د افغانستان لپاره روښانه افقونه برابر شي .