د فلسطین د حقوقو اخیستل یو نړیوال مسئولیت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100426-د_فلسطین_د_حقوقو_اخیستل_یو_نړیوال_مسئولیت_دی
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د یوې بیانیې په اعلانولو سره ټینګار وکړ چي د فلسطیني ولس د حقوقو اخیستل یوازې یوه اسلامي-عربي مساله نه ده بلکي فلسطین د حق غوښتنه د ټولي نړۍ مسئولیت دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2021 12:13 Asia/Kabul
  • د فلسطین د حقوقو اخیستل یو نړیوال مسئولیت دی

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د یوې بیانیې په اعلانولو سره ټینګار وکړ چي د فلسطیني ولس د حقوقو اخیستل یوازې یوه اسلامي-عربي مساله نه ده بلکي فلسطین د حق غوښتنه د ټولي نړۍ مسئولیت دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې د غزې په ترانګه کې د اسرائیلو د جنایتونو په غندنې سره وویل: د فلسطیني ولس د حق اخیستل د ټولي نړۍ مسئولیت دی، د ایران اسلامي جمهوریت د نورو اسلامي هیوادونو او د نړۍ د ازادو ولسونو تر څنګ چي له مظلومانو په دفاع ژمن دي د فلسطیني ولس تر څنګ ولاړ دی.

خطیب زاده زیاته کړه: موږ له اسلامي ولسونو، سازمانونو او اسلامي حکمتونو څخه په تېره د اسلامي ملګرتیا له اورګان څخه غوښتنه کوو چي د صهیونیستي رژیم د ځواکونو د جنایاتو په وړاندې په یوه واحده جبهه کې د فلسطین د مظلوم ولس تر څنګ ودریږي. د ایران اسلامي جمهوریت په دې باور دی چي د اسرائیلي ځواکونو بریدونه د بشریت په وړاندې ستره تېروتنه ده چي د عام وژنې تر عنوان لاندې وپېژندل شي.

هغه د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا څخه غوښتنه وکړه چي په خپلي وظیفې باندې په عمل سره د اسرائیلو د یرغل مخه ونیسي او اجازه ور نه کړي چي د فلسطیني ولس په حق ملنډې ووهل شي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د فلسطین د مسالې د حل یوازنۍ لاره، د فلسطیني وګړو په شمول یوه پراخه او عادلانه ټول پوښتنه وباله چي په کښې ټول وګړي له مسلمان نیولي بیا تر یهودیان او عیسویان د خپل برخلیک په ټاکلو کې ونډه واخلي.