اوس وخت دی چې امریکا برجام ته راستنه شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100570-اوس_وخت_دی_چې_امریکا_برجام_ته_راستنه_شي
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر سیاسي مرستیال وویل: هم دا اوس وخت دی چې متحده ایالات ایټمي موافقې ته راستانه شي او بندیزونه ختم کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2021 00:59 Asia/Kabul
  • اوس وخت دی چې امریکا برجام ته راستنه شي

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر سیاسي مرستیال وویل: هم دا اوس وخت دی چې متحده ایالات ایټمي موافقې ته راستانه شي او بندیزونه ختم کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر سیاسي مرستیال وویل: هم دا اوس وخت دی چې متحده ایالات ایټمي موافقې ته راستانه شي او بندیزونه ختم کړي.

سید عباس عراقچي د جاپان این، ایچ، کی چینل ته په مرکه کښې زیاته کړه: په ویانا کښې په برجامي مذاکراتو کښې تراوسه د ځینو مهمو موضوعاتو په هکله پریکړه نه ده شوې.

هغه وویل: د ایټمي موافقې د راژوندې کولو په لړ کښې خبرې اترې به د مۍ د ۲۱ له ضرب الاجل وروسته دوام ولري.

سید عباس عراقچي زیاته کړه: ایران به د ایټمي انرجۍ له نړیوال آژانس سره د ملګرتیا د دوام د احتمال په هکله وروسته فیصله وکړي.

د ویلو ده چې د مۍ د میاشتې په یویشتمه نیټه د ایران او د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس ترمینځ د درې میاشتنۍ ملګرتیا موافقه پاې ته رسیږي.