ریسی : د صیهونیسټانود جنایتونو په قضایی تقیب ټینګار وکړ
د ایران د قضاییه قوې مشر ټینګار وکړ مونږه او درستو مسلمانو ملتونو د دښمن په وړاندې دریدا له حضرت امام خمینی رح زده کړی او نن ټول شاهدان دي چی د غلیمانو په وړاندی کلک دریدل او هغو په وړاندی شاتګ نه کول د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له همیشنی ټینګارونو او تعلیماتو دی .
زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران د قضاییه قوې مشر سید ابراهیم ریسی نن د قضاییه قوې د لوړې شورا په غونډه کې وویل ظاهرا د غزې د مظلومو خلکو او صیهونیسټی رژیم د پوځ ترمنیځ سخت جنګ ختم شوی دې خو بل نرم جنګ چی هماغه نړیوالو محکمو ته د صیهونیسټو جنایتکارانو ورسپارل دی ، باید په جدی توګه تعقیب شی .
د ایران د قضاییه قوې مشر ټینګار وکړ مونږه او درستو مسلمانو ملتونو د دښمن په وړاندې دریدا له حضرت امام خمینی رح زده کړی او نن ټول شاهدان دي چی د غلیمانو په وړاندی کلک دریدل او هغو په وړاندی شاتګ نه کول د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له همیشنی ټینګارونو او تعلیماتو دی .
ښاغلی ریسی وویل د دغه میدان بریالی هم فلسطینی مجاهدین دي او انشاا... دغه بریالیتوب د راتلونکیو بریالیتوبونو لپاره ځیرې شی او دغه ډول حقیقی فتح مبین په نږدې راتلونکی کې د قدس شریف په ازادي سره پوره شی .