په ایران کې د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو نوملړ اعلان شو
May 25, 2021 12:10 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د ټاکنو کمیسیون د یوې بیانیې په صادرولو سره د هغو کاندیدانو نوملړ اعلان کړ چي صلاحیت یې د ساتندویې شورا له لوري تائید شوي دي.
په بیانیه کې راغلې چي د اساسي قانون له ۶۰ مادې سره سم، د هغو نوماندانو نوملړ چي د ساتندویې شورا له لوري صلاحیت تائید شوي.
په دغه نوملړ کې سعید جلیلی، محسن رضایی میرقائد، سید ابراهیم رئیسی، علیرضا زاکانی، سید امیر حسین قاضی زاده هاشمی، محسن مهر علیزاده او عبدالناصر همتی د ایران ۱۴۰۰ لمریز کال د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو په توګه معرفی شوي دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت دیارلسک پړاو ولسمشریزي ټاکنې به د غبرګولي د میاشتې په ۲۴ تر سره شي.
ټیګونه