د مقاومت د کاميابيو راز وحدت دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100854-د_مقاومت_د_کاميابيو_راز_وحدت_دے
په نړيوالو چارو کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مشر خاص مرستيال تاکيد وکړ، د مقاومت د کاميابيو راز وحدت او يووالے دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2021 08:47 Asia/Kabul
  • د مقاومت د کاميابيو راز وحدت  دے

په نړيوالو چارو کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مشر خاص مرستيال تاکيد وکړ، د مقاومت د کاميابيو راز وحدت او يووالے دے.

حسېن امير عبداللهيان له العهد لبناني وېبپاڼې سره په مرکه کښې د لبنان د جنوب د آزادۍ د کليزې او د فلسطين د مقاومت د وروستۍ کاميابۍ يووخت  والي ته په اشارې سره وويل: د قدس تُوره نومې جنګ د فلسطين د مقاومت وسله له قدس شريف او مسجدالاقصی څخه د ملاتړ لپاره وکارول شوه.

هغه زياته کړه، لويديځې غاړې او د غزې ټرانګې د يو بل ترڅنګه د يو ګډ هدف لپاره شهيدان ورکړي دي.

په نړيوالو چارو کښې د ايران د اسلامي شورا جرګې د مشر خاص مرستيال وويل: دغه کاميابي په دې مطلب اخېستنه کښې چې صهيونېسټ دښمن يوازې د زور ژبه پېژني يو مهم پېغام ولرۀ.

امير عبداللهيان تاکيد وکړ، دغه کاميابي او د مقاومت نورې کاميابۍ په لبنان کښې د لبنانيانو د وحدت او د دغه هېواد زرين انډول يعنې د فوځ ‎، ملت او مقاومت  په سيوري کښې  رامنځته شوه او دغه انډول د کاميابۍ يو سېمبول دے.

امير  عبداللهيان د لبنان د حزب ا... مشر  سيد حسن نصرا...ته د مقاومت او د لبنان د جنوب د ازادېدو د اختر مبارکي وويله  او تاکيد يې وکړ،د ايران اسلامي جمهوريت د لبنان د ترقۍ او پرمختګ په لړ کښې د هر ډول مرستې کولو لپاره چمتو دے او د لبنان امنيت او ترقي خپل امنيت او ترقي بولي.