ایران او افغانستان د هراړخیزې ملګرتیا په هکله صلاح مشورې وکړې
د افغانستان د خارجه وزارت سیاست مرستیال د ایران د خارجه وزارت له حقوقي او نړیوالو چارو له مرستیال سره د دواړو هیوادونو د جامع ملګرتیاؤ په هکله خبرې اترې وکړې.
د افغانستان د خارجه وزارت سیاست مرستیال د ایران د خارجه وزارت له حقوقي او نړیوالو چارو له مرستیال سره د دواړو هیوادونو د جامع ملګرتیاؤ په هکله خبرې اترې وکړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې میرویس ناب له محسن بهاروند سره د سیمه ایزو مسائلو، دوه اړخیزو اړیکو او صلحې په هکله د ټیلیفون پرمټ خبرې اترې وکړې.
د افغانستان خارجه وزارت زیاته کړې چې میرویس ناب د بین الافغاني صلحې په بهیر کښې د وروستیو بدلونونو او هم داشان په دوه اړخیزو ملګرتیاؤ د اړوندو موضوعاتو په هکله خبرې وکړې او د افغانستان د صلحې د خبرواترو د بریالیتوب لپاره یې د ایران د اسلامي جمهوریت ملاتړ مهم وباله.
دواړو لورو د کابل او تهران ترمینځ د ملګرتیاؤ د جامع تړون، د اقتصادي او تجارتي ملګرتیاؤ د ګډ کمیشن د شپږمې غونډې د ترسره کیدو او د ایران او افغانستان د ملګرتیا د سترو پروګرامونو او پروژو په هکله خبرې اترې وکړې.
د افغانستان حکومت او خلک د صلحې له بین الافغاني خبرواترو د ایران د اسلامي جمهوریت ملاتړ ډیر مهم ګڼي او ایران هم د یو ګاونډي او ورور هیواد په توګه په دې لړ کښې له هیڅ اقدام او فعالیته ډډه نه ده کړې او لاهم د افغانستان د مسلمان هیواد لپاره د صلحې، قرارۍ او پرمختګ غوښتونکې دي.